د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د پوهنځيو رئېسان، د آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د محصلانو پر لا ښې روزني، د محصلانو د روانو آزموینو پر لا ښه شفافیت، په پوهنتون کښي د ترافیکو مدیریت د دائرېدونکي کورس پر منظم والي او ځینو نورو برخو اړوند سپارښتني وکړې. همداراز ښاغلي طیبي وویل: موږ او تاسي باید د الله جل جلاله شکر ادا کړو، چي په ېوه داسي علمي کهول کښي ئې د خدمت کولو مسئولیت راکړی، چي په بېلابېلو عصري او دیني برخو کښي ځوانان روزل کیږي او د نظام او ټولني خلګ ډېري هیلي ور ته لري؛ نو راسئ خپل مسئولیتونه او امانتونه نور هم په لاښه ډول تر سره کړو او په خپلو چارو کښي لا ښه اخلاص وکړو.
ورپسې په په ناسته کښي د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپلي لاسته راوړني بیان کړې.
همداراز په ناسته کښي، د HEMIS پر کاروني، په کندهار پوهنتون کښي د دائرېدونکي نړۍوال کنفرانس پر راتلونکو پلانو، د محصلانو له پاره د مطالعې د پارک د جوړېدو، دننه په پوهنتون کښي د اوبو قطري سیسټم د فعاله کولو، د شپې پوهنځيو او نورو پوهنتونو ته د محصلانو د تبدیلۍ د وخت، د علمي څېړنو د لاښه پرمختګ، په پوهنتون کښي دننه، د روانو رغنیزو پروژو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.
وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۱۸