د بنسټېزو او ساختماني چارو رئیس او ورسره پلاوي د کندهار پوهنتون له مسئولینو سره وکتل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۵
/

د ۱۴۰۰ل.کال د مرغومي د مياشتي پر ۲۸ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د بنسټيزو او ساختماني چارو رئېس کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د کندهار پوهنتون له مسئولینو سره د يوې غونډي په ترڅ کي وليدل.په دې ليدنه کي د لوړو زده کړو وزارت د بنسټیزو او ساختماني چارو رئېس قاضي عبدالعزيز عزيزي او ور سره پلاوي، د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده، علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد، د مالي او اداري چارو مرستيال انجنېر محمد ناصر نيکزاد، د پوهنځيانو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.په ليدنه کي تر معرفت او پېژندګلوي وروسته د لوړو زده کړو وزارت د بنسټیزو او ساختماني چارو رئېس قاضي عبدالعزيز عزيزي وويل، چي زموږ د راتګ اصلي موخه په کندهار پوهنتون کي د ساختماني پروژو څخه له نزدې ليدل، ارزيابي کول او له رهبر سره ئې د راپور شريکول دي.همدارنګه هغه په خپلو خبرو کي وويل، چي له دې ارزوني څخه هدف د پوهنتونو د پېل له پاره چمتوالی نيول دي.د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال ډاکټر محمد زکريا اميرزاده راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چي د کندهار پوهنتون استادان اماده دي، چي نظام ته په هر برخه کي لازمي مشورې ورکړي او د هيواد د پياوړتيا او پرمختګ له پاره شپه او ورځ کار وکړي.د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شېرشاه رشاد هم راغلي پلاوي ته د کندهار پوهنتون اړوند په درو  کېمپسونو کي د مځکو غصب، د ساختماني پروژو ډېر ځنډ، د تاسيساتو د کمښت، د معیاري ټولګیو د نستوالي او د ۱۳۹۹ل.کال د درو غټو منظور سوو پروژو: لکه د کادري روغتون تعمير، د فعلي کېمپس د سړکانو قيرريزي او د عينو مېني د کېمپس احاطوي دېوال په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجينر محمد ناصر نيکزاد له راغلي پلاوي څخه د څېړنيز مرکز د جوړي سوي ودانۍ د سپارلو وړانديز وکړ او زياته ئې کړه، چي ياده ودانۍ د کندهار پوهنتون د استادانو د اکاډيميکو فعاليتونو له پاره خورا مهمه ده. وروسته راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چي ستونزو او وړاندیزونو ته به ئې په لوړه کچه د حل په موخه هر اړخیزي هڅي وسي او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د (۱۴۰۲ل. او ۱۴۰۳ل.) نهایي آزمویني د سه شنبې په ورځ پېلیږي

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.

ناسته چي د قرآن کریم د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲
Background image

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ

د تېري پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه، د ميروېس نيکه زيارت او ملا حسن آخوند د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ پايلي د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت او د دعوت او دعوت ارشاد آمریت په همکاري، په ېوه شانداره غونډه کښي، د. . .

BACK TO NEWS