د برېښنايي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه جوړه سوه

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۵:۴۲
/

کندهار پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه د کمېټې د مسئول پوهنمل عصمت الله عثماني په مشري د یادي کمېټې د غړو سره وسوه.

غونډه چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پېل سوه؛ د کمېټې نوي مسئول د کمېټې د مخکني مسئول پوهنمل عطاءالله محمدي څخه مننه وکړه، چي شپږ میاشتي ئې د کمېټې کارونه مخته وړل؛ ښاغلي محمدي نوي مسئول ته مبارکي وویله او د ټولو غړو څخه ئې د همکاریو د کولو څخه مننه وکړه؛ ښاغلي عثماني صاحب وویل، چي عملي کار ته به ډیره توجه وکړو؛ هغه د کورسو د ثبت خبره وکړه او د پاتو برخو د تکمیلولو غوښتنه ئې وکړه.

همدارنګه د غونډي په جریان کي د پوهنځیو له لوري د راپورونو پر وخت اماده کولو، د شواهدو اماده کولو، د  ریسرچ او ډاټابېس له پاره محصلانو ته د انټرنیټ اضافه کولو او داسي نورو اړوند موضوعاتو خبري وسوې، د کمېټې د غړو د نظرونو د تبادلې وروسته ئې په اړه لازم تصامیم ونیول سول.

غونډه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.