د اډاب اډېشن او اډاب ايليسټرېټر پروګرام د روزنيزو ورکشاپونو څخه د فارغ سوو محصلانو له پاره فراغت غونډه دائره سوه

د (۱۴۰۲ هـ. ش) کال د جوزا پر (۲۲مه) نېټه د کندهار پوهنتون د رسنیو عملیاتي مرکز د اډاب اډېشن او اډاب ايليسټرېټر پروګرام د روزنیزو ورکشاپو څخه فارغو سوو محصلانو ته فراغت غونډه جوړه کړه.
په ياده غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، استادانو، د رسنيو عملياتي مرکز اداري کارمندانو او محصلانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو پېله سوه.
د غونډی پېلیزه وینا د رسنیو عملیاتي مرکز آمر رحمت الله حقمل وکړه؛ هغه د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه، چي له دوی سره همېشه همکاره پاته سوي، ښاغلي حقمل د رسنیو عملیاتي مرکز د دوو څانګو راډيو او مطبوعاتو يادونه وکړه، او وې ويل، چي په دواړو څانګو کي ئې په سلونو محصلان په مختلفو برخو کي روزلي او دا لړۍ لا تر اوسه جريان لري، چي دا ځل ئې د همدې پروګرامو په دوام د اډاب اډېشن په برخه کي ۳۳ محصلان چي ښوونکی ئې د رسنیو علمیاتي مرکز د راډیو عمومي مدیر محمد ویس عزیزي او د اډاب الیسټرېټر په برخه کي ۲۳ محصلان چي ښوونکی ئې د همدې مرکز د مطبوعاتو عمومي مدیر جواد جویا وو؛ له عملي زده کړو وروسته فارغه کړي.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم وینا وکړه، هغه له ټولو استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو د خوښۍ ترڅنګ له هغو کارمندانو هم مننه وکړه، چي د پوهنتون ږغ راډیو له لاري ټولني ته بېلابېلي ګټوري خپروني وړاندي کوي، ښاغلي رئېس صاحب وويل، چي محصلان باید د پوهنتون له امکاناتو څخه پوره استفاده وکړي او د نظري زدکړو (زده کړو) ترڅنګ عملي زدکړو ته هم توجو زیاته کړي.
وروسته د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رئېس پوهنیار سید انور شاه عابد هم پر عملي زده کړو ټینګار وکړ، او له محصلانو سره ئې ژمنه وکړه، چي د دوی د عملي زده کړو له پاره به د پوهنتون په داخل او له پوهنتونه دباندي پوره امکانات برابروي او په دې برخه کي ئې هڅي پېل کړي دي.
د غونډي په وروستیو کي هغو استادانو او کارمندانو ته چي د رسنیو له عملیاتي مرکز سره ئې همکاري کړې وه؛ مننلیکونه او فارغ سوو محصلانو ته تصدیق پاڼي ورکولي سوې.
غونډه د دؤعاء په ویلو پای ته ورسېده.