د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په اړه سيمینار وړاندي سو
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په اړه سيمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سټراټیژیک پلان کمېټې په نوښت او د مديریت او تشبثاتو ادارې څانګي په همکاري، د «افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي» په نوم سيمینار د یاد پوهنځي په تالار کي وړاندي سو، چي پر مهال ئې د اقتصاد پوهنځي استادان او د درېیم او څلورم ټولګيو محصلان حاضر ول.
د سيمينار په پېل کي د مديریت او تشبثاتو څانګي ښاغلي آمر، پوهنیار ګلابالدین نوري د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ د عمومي جوړښت، موخو، لومړیتو، د پالیسۍ د تدوین، تطبیق او ارزوني د اصولو په اړه مفصل علمي او تحلیلي معلومات وړاندي کړل.
هغه زیاته کړه، چي د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي، خپلواکه، متوازنه او د شریعت د اصولو پر بنسټ ولاړه پالیسي ده، چي موخه ئې د هيواد اقتصادي ثبات، د کورني تولید پیاوړتیا، د پانګوني هڅونه او د بېوزلۍ کمول دي او دا پالیسي د افغانستان د اقتصادي ځان بسيايني پر لور یو مهم ګام دئ.
د سيمينار په پای کښي د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱