د اسلامي حدودو په نامه سیمينار جوړ سو

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمریت اړوند د حقوقي کلینیک عمومي مدیریت، د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د محصلانو له پاره د اسلامي حدودو په اړه سیمینار وړاندي کړ.
یاد سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي او د ياد سیمينار وړاندي کوونکي، د وضعي او الهي قوانینو ترمنځ پر توپیر، د قصاص او حدودو د تطبیق اړخونه، هدفونه او ټولنیزي ګټي روښانه کړې، چي په خبره ئې حدود د الله تعالی جل جلاله ټاکل سوي قوانین دي او دغه حدود ېوازي د مجازاتو په موخه نه دي؛ بلکي د ټولني د اصلاح او عدالت د تأمین له پاره تر ټولو ښې لاري دي.
شېخ صاحب په خپلو خبرو کي څرګنده کړه؛ چي د اسلامي حدودو اساس د عدل، اصلاح او ټولنیز توازن پر بنسټ ولاړ دئ؛ ځکه نو د حدودو او قصاص تطبیق د ېو شرعي امر تر څنګ، د جرمونو د مخنیوي او د مظلوم د حق ترلاسه کولو مهم تضمین ګڼل کېږي.
په پای کي، د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وويل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۴