د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د دعوت او ارشاد له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
Sat, Aug 02 2025 3:12 PM
image



د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي په مشري، د ملالۍ شخصي لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کښي، د یاد ولایت د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو (ملالۍ، سبا، میرویس نیکه، لمر او بېنوا) د دعوت او ارشاد آمريت له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه.

د ناستي پېل د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو وسو؛ وروسته د کندهار پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دعوت او ارشاد اړوند په ځینو برخو کښي ئې یادو آمرانو ته سپارښتني وکړې؛ بيا ئې د یادو آمرانو راپورونه وکتل او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وښود.

ښاغلي فضلي په پوهنتونو کښي، د دعوت او ارشاد آمریت فعالیتونه خورا مهم یاد کړل او په دې برخه کښي ئې د چارو د ښه تنظیم، همږغۍ، د اسلامي اُصولو او د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په برخه کښي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى د فرمانو د ښه تطبیق، د کاري بهیر د لا چټکتیا او نور شفافیت غوښتنه وکړه.
په وروستیو کښي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې؛ په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه:۸/۲/۱۴۴۷