د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

kdru_admin
Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو په تالار کښي مشورتي غونډه وسوه.

غونډه د قران کريم په مبارکو آياتو پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم پیلیزه وینا وکړه، هغه محصلانو ته د نظري درسو د پایته رسېدو مبارکي وویله او طبابت ئې د پیغمبرانو میراث وباله او په دې برخه کښي ئې د محصلانو له پاره د آسانتياؤ رامنځته کولو، د هغوی په مربوطه ولایتو کښي د ستاژ زمینې مساعدولو او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او هم ئې د دوی ټولو غوښتنو ته مثبت جواب ووایه.

ورپسې د طب پوهنځي رئېس پوهنمل ډاکټر نجیب الله رحیمي وینا وکړه، هغه له محصلانو وغوښتل؛ تر څو د ماسټرۍ، تخصص او دوکتورا ترکچي زده کړو ته ادامه ورکړي او په دې سره د هیوادوالو ستونزو ته حل لاري پیدا کي؛ همداراز هغه د محصلانو پر روان ستاژ زیات تمرکز کول او کیفیت ته ئې لا کار کول په خپلو مهمو اهدافو کښي یاد کړل.

د غونډي په جریان کښي د همدې پوهنځي بېلابېلو استادانو او محصلانو هم هر اړخیزي ویناوي وکړې.

د یادوني وړ ده، چي د غوندي په وروستۍ برخه کښي د شپږم صنف (۹۰) محصلانو د خپلو نظري درسو د پای ته رسېدو په مناسبت، د کیک پرې کولو ځانګړي مراسم ترسره کړل او غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, May 13 2024 3:20 PM
Background image

د (۱۴۰۲ل. او ۱۴۰۳ل.) نهایي آزمویني د سه شنبې په ورځ پېلیږي

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.

ناسته چي د قرآن کریم د څو. . .

Mon, May 13 2024 3:02 PM
Background image

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ

د تېري پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه، د ميروېس نيکه زيارت او ملا حسن آخوند د. . .

Mon, May 13 2024 2:54 PM
Background image

د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ پايلي د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت او د دعوت او دعوت ارشاد آمریت په همکاري، په ېوه شانداره غونډه کښي، د. . .

BACK TO NEWS