د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي له دوولسو څانګو څخه ۴۳۰ تنه مسلکي استادان په خورا شاندارو مراسمو فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

kdru_admin
Sat, Sep 02 2023 2:56 PM
/

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي دوولسو څانګو څخه ۴۳۰ محصلان له څلور کلونو لوړو زده کړو وروسته؛ په خورا شاندارو مراسمو فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول؛

دا مراسيم، د کندهار په ېوه خصوصي صالون فېروز کښي جوړ سوي ول او د کندهار پوهنتون د رئېس م. اکرم شاه عاصم، د محصلانو د مرستيال، م نوراحمد ايوبي، پوهنځيو د رئېسانو، څانګو د آمرانو، د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، اداري کارکوونکو، محصلانو او د هغو د خپلوانو ترڅنګ د رئېس الوزراء د اقتصادي مرستيال سلاکار الحاج م. شيرين آخند، د کندهار د اطلاعاتو او کتلور رئېس م. انعام الله سمنګاني، د کندهار پوهنتون دوو پخوانيو استادانو: الحاج حيات الله رفيقي، الحاج عبدالرحمن بابي او په کاناډا هيواد کښي مېشت افغان مؤرخ، ژباړن او ليکوال ډاکټر نثاراحمد صمد واصفي، بېلابېلو علماؤ او اديبانو ګډون درلود.

مراسيم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي رئېس پوهنمل عصمت الله عثماني ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ټولو فارغانو ته ئې د دوی د څلور کلن تحصيلي مزل د بشپړېدو مبارکي ورکړله؛ هغه د یاد پوهنځي پر تاریخچه هم لنډي خبري وکړلې او زياته ئې کړه: د ښووني او روزني پوهنځي له اووه لسمي دورې څخه ۴۳۰ تنه په دوولسو څانګو کي فارغه کړل، هغه فارغو سوو محصلانو ته د دوی د ښوونکو څو توصیې وویلې او له هغوى څخه ئې غوښتنه وکړه، چي ټولني ته په خپل مسلک کي نه ستړى کېدونکى خدمت وکړي.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم‌ شاه عاصم وینا وکړله، هغه لومړی د ښووني او روزني پوهنځي مسئولانو، استادانو، ټولو فارو سوو محصلانو او د هغو کورنیو ته مبارکي وویله او وروسته ئې په خپلو خبرو کي وویل: ډېر د شکر ځای دئ، چي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځى له یوه، دوو استادانو څخه اوس ۹۰ تنو ته رسیږي او همدارنګه محصلان ئې له ۸ تنو څخه زرونو کسانو ته رسیږي.

د غونډي په جریان کي د کندهار پوهنتون استاد پوهندوی انجينېر شېرشاه رشاد، ډاکټر نثاراحمد صمد واصفي او استاد حیات الله رفیقي هم ویناوي وکړې؛ هغوی فارغ سوو محصلانو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ د هغو د مسئوليتو په اړه بېلابېلي لارښووني وکړې.

تر یادو برخو وروسته راغلو مېلمنو ته چمتو سوي تحفې، د ښووني او روزني پوهنځي استادانو ته ستاینلیکونه او ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او مراسيم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.

چهارشنبه ۱۴۴۵/۲/۱۳

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت