د انجینېري پوهنځي له څلورو څانګو څخه ۲۵۷ تنه فارغه او ټولني د خدمت په موخه وړاندي سول

kdru_admin
Tue, Aug 29 2023 10:21 AM
/

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د انجینېري پوهنځي څلورو څانګو (سیول ۱۱۵، انرژي ۶۳، مهندسي ۳۰، اوبه او چاپیریال ۴۵) محصلان له څلور کلونو لوړو زده کړو وروسته فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار په یوه خصوصي صالون کښي د فراغت شانداره مراسم ورته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، مالي او اداري مرستیال م. عبدالستار حقاني، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د انجینېري پوهنځي استاد پوهنمل عبدالواحد واحدي ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ټولو فارغانو ته ئې د دوی د څلور کلن تحصيلي مزل د بشپړېدو مبارکي ورکړله؛ هغع وویل: تر دې مهاله ئې د کندهار پوهنتون له انجینېري پوهنځي څخه (۱۸۰۰) محصلان په څلورو رشتو کي فارغه کړي او په مختلفو مسلکي او تخصصي رشتو کي ئې د دوی فراغت د اسلامي نظام او افغاني ټولني له پاره د خوښۍ زیری یاد کړ، هغه وویل دوی به د ټولني له پاره د سیول ( سړک، ساختمان، پل جوړولو)، اوبو او چاپېریال، انرژي او نورو برخو کي مستعد ځوانان د ټولني د پرمختګ له پاره خدمات وړاندي کوي.

د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم‌ شاه عاصم لومړی انجینېري پوهنځي مسئولانو، استادانو، ټولو فارو سوو محصلانو او د هغو کورنیو ته مبارکي وویله او وروسته ئې په خپلو خبرو کي وویل: ډېر د شکر ځای دئ، چي د اسلامي نظام تر چتر لاندي په داسي یوه لویه غونډه کي راټولیږو، هغه فارغو سوو ځوانانو ته په خطاب کي وویل: راسئ ځوانانو ټول په ګډه د نظام، هیواد او ټولني پرمختګ ته ملا وتړو او ټول یو او بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو. هغه عصري علوم د انبیاء تګلاره وبلله او د نورو هیوادونو کومکونه ئې لنډ مهاله یاد کړل او له فارغ سوو انجینېرانو څخه ئې د هیواد جوړښت غوښتنه وکړه.

د غونډي په جریان کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، او هم د فارغو سوو محصلانو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د انجینېري پوهنځي له مسئولانو او استادانو مننه وکړه، چي فارغو سوو ځوانانو ته ئې پوره څلور کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې؛ همدارنګه د ځینو فارغ سوو محصلانو له لوري د محصلۍ په وخت کي تر سره کړي تجربې او لاسي جوړ کړي توکي ګډونوالو ته وړاندي کړل، چي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له لوري یادو محصلانو ته ستاینلیکونه ورکول سول.

تر یادو برخو وروسته ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.

دو شنبه ۱۴۴۵/۲/۱۱

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت