د ابراهيم النخعي (رحمه الله) د جامعې استادانو ته د (انفرادي عمیاتي پلان) ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
Tue, Aug 08 2023 2:23 PM
/

 

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د ابراهیم النخعي (رحمه الله) د تخصصاتو جامعې استادانو ته؛ د انفرادي عملیاتي پلان په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ؛

ياد ورکشاپ د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته؛ د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي وړاندي کړ؛ هغه په دې ورکشاپ کښي د عملياتي پلان پر تعريف، د هغه پر متشکله برخو، په هغه کښي پر راغلو اصطلاحاتو او نورو اړوندو برخو بحث وکړ او هم ئې په عملي ډول ياد ټول سرليکونه د ګډونوالو سره په عملي ډول ترسره کړل.

د ورکشاپ په پاى کښي د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.