د رسنيو عملياتي مرکز د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د اډاب فوتوشاپ پروګرام روزنيز ورکشاپ پېل کړ

د (۱۴۴۴۵ هــ ق) کال د محرم پر (۵ مه) نېټه د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي، د لومړی ټولګي (۱۵) تنو محصلانو ته د هغوى د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه، د رسنيو عملياتي مرکز د مطبعې عمومي مدير جواد جویا د اډاب فوتوشاپ پروګرام روزنيز ورکشاپ پېل کړ.
دا ورکشاپ به شل ورځي دوام وکړي، چي په واسطه به ئې د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د ياد پروګرام پېژندنه، د استعمال طريقه، د عکس ایډیټ، بروشور ډيزاینول او ځینو نورو ډیزاینونو په برخه کښي عملي زده کړي ورکول سي، تر څو په مسلکي ډول عکسونه او ډيزاینونه جوړ کړي، او په خپله مسلکي ساحه کښي ترې مثبته استفاده وکړي.
د یادوني وړ ده چي تر یاد ورکشاپ وړاندي هم د رسنیو علمیاتي مرکز له لوري د محصلانو د عملي زده کړي په موخه بېلابېل روزنیز ورکشاپونه په لاره اچول سوي دي او یاده لړۍ به ادامه ولري.