د کندهار پوهنتون د زرغونتیا او چاپېریال ساتني کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه

د (۱۴۰۲هـ . ش) کال د جوزا مياشتي پر (۲۴مه)، د کندهار پوهنتون د زرغونتیا او چاپېریال ساتني کمېټې نوبتي غونډه، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني په مشري د قران کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره جوړه سوه .
په پېل کښي د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د يادي کمېټې د نويو غړو سره ئې معرفت وکړ؛ هغه د پوهنتون د چاپېریال په تړاو د تېرو کړنو او نويو لاسته راوړنو په هکله معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او ټولو ته ئې ډاډ ورکړ، چي د پوهنتون د پاک کارۍ په موخه به د پوهنتون په ټولو برخو کي د کچردانیو د نصبولو پروسه هم ډېر ژر شروع کړي؛ ښاغلي حقاــ ني زياته کړه، چي د پوهنتون د رهبرۍ او مالي او اداري چارو معاونیت په هلو ځلو د کندهار پوهنتون د کلونو – کلونو د اوبو ستونزه حل سوه؛ اوس څلېرویشت ساعته د پوهنتون په ټولو برخو کښي اوبه موجودي یي، او پدغه برخه کښي به پوهنتون او مالي او اداري چارو معاونیت لا نور هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
د پوهنتون د زرغونتیا او چاپېریال ساتني کمېټې غړو پرېکړه وکړه، چي د پوهنتون په داخل کي به د چاپيريال ساتني د پیغامو په اړه د عامه پوهاوي لوحې نصبوي او د چاپېریال د سمسورتيا او ساتني په موخه به محصلانو ته په دوامداره توګه روزنيز پروګرامونه او ورکشاپونه دائروي او هغوی به د اشر دود ته هڅوي.
د يادوني وړ ده، چي د دې کمېټې غړو ښاغلی پوهنيار عبدالله احساس د کندهار پوهنتون د زرغونتیا او چاپيريال ساتني کمېټې د نوي مسئول په حیث وټاکه او هغه ته ئې په بېلابېلو برخو کښي لازمي مشورې ورکړې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.