د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار جوړ کړ.

kdru_admin
Sat, Jun 03 2023 2:43 PM
/

نامه علمي سيمينار جوړ کړ.

د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۱۲مه) د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو علمي سيمينارونو په لړ کښي د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار د مسلکي پرمختیایي مرکز په همکاري جوړ کړ.

د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت دا علمي سيمينار د ژبو او ادبياتو، حقوقو او سياسي علومو،انجينري، او عامه ادارې او پاليسي پوهنځيو د وروستي صنف محصلانو ته د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم او د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي وړاندي کړ؛

په ياد علمي سيمينار کي د علم، نيت او اخلاص پر اهميت، اخلاقو او په اسلام کي د اخلاقو پر حيثيت، د فارغو محصلانو پر مسؤليتونو، د فريب پر منفي اړخونو، او د صداقت پر موضوعاتو بحث وسو.

د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعاء په ويلو سره پاى ته ورسېد.