محصلان دي د ځوانۍ او زده ‌کړو له ارزښتناکه فُرصته څخه ګټه واخلي

kdru_admin
Wed, Nov 11 2026 10:44 AM
محصلان دي د ځوانۍ او زده ‌کړو له ارزښتناکه فُرصته څخه ګټه واخلي

 

 

د سه ‌شنبې په ماښام د کندهار پوهنتون په مسجد کښي، د کندهار د علماوو شورا غړي شیخ القرآن والحدیث الحاج مفتي حسین احمد حامد د دارالصالحین لیلیې زرونو محصلانو ته اصلاحي بیان وکړ، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رئیس، د کندهار د علماوو شورا مرستیال او غړي، د جهادي مدرسې مهتمم او استادان، د پوهنتون استادان او د ځینو آمریتو آمران حاضر ول.

 

د بیان په پیل کښي شیخ القرآن والحدیث الحاج مفتي حسین احمد حامد د علم د فضیلت او ارزښت په اړه خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د علم د فضیلت په اړه په قرآن کریم او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مبارکو حديثو کښي په بېلابيلو ځایو کښي یادونه سوې ده؛ ځکه علم د انسان د ژوند د سمون، د ټولني د پرمختګ او د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ وسیله ده. هغه وویل: دا ځای د علم د حاصلولو ځای دئ، تاسي د علم د حاصلولو لومړی پړاو بشپړ کړی او اوس د لوړو زده ‌کړو د ترلاسه کولو له پاره پوهنتون ته راغلي یاست؛ نو باید د علم په حاصلولو کښي پوره اخلاص ولرئ؛ ځکه د علم په زده ‌کړه کښي اخلاص او د زده‌ کړو پر مهال د الله تعالی رضا په پام کښي نیول ډېر ارزښت لري؛ همدارنګه محصلان باید د خپلو اصلي درسي موضوعاتو ترڅنګ اضافه مطالعه هم وکړي او د مطالعې لمنه پراخه کړي؛ دیني کتابونه مطالعه کړي، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت ولولي او د دین او اسلام په اړه خپل معلومات او پوهه زیاته کړي، د دیني او عصري علومو ترمنځ توازن د محصل د فکري او علمي ودي له پاره مهم دئ او محصل باید د خپلو ورځنیو چارو له پاره منظم تقسیم اوقات جوړ کړي او د ورځني ژوند وختونه د درسي فعالیتو، مطالعې، ورزش، عبادت او نورو اړینو چارو له پاره په منظم ډول ووېشي؛

 

دغه راز ښاغلي حامد د وخت پر ارزښت خبري وکړې او وې (وئې) ویل: صحت او فراغت د الله تعالی دوه ستر نعمتونه دي، چي ډېری خلک ئې په اړه غفلت کوي؛ نو محصلان باید د ځوانۍ او زده ‌کړو له فُرصت څخه په ښه توګه ګټه واخلي او خپل وخت په بې ‌ګټي چارو تېر نه کړي. همداراز هغه محصلان وهڅول، چي خپلو درسي موضوعاتو ته پوره پام وکړي، د استادانو درسونه په غور واوري، د درسي موادو په مطالعه او تکرار کښي دوامداره هڅه وکړي او د ژوند په اوږدو کښي انسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي؛ نو محصلان باید د ستونزو په وړاندي زغم، حوصله او استقامت ولري او د هر ډول مشکلاتو پر مهال له خپلو علمي موخو څخه لاس وانخلي.

 

په پای کښي شیخ القرآن والحدیث الحاج مفتي حسین احمد حامد محصلانو ته د پنځه وخته لمانځه د پابندۍ، د قرآن کریم د تلاوت، دؤعا او استغفار ويلو سپارښتنه وکړه او بیان ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورساوه.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۵/۲۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت