د اقتصاد پوهنځي محصلان

kdru_admin
Mon, Dec 22 2025 2:09 PM
image

د اقتصاد پوهنځي محصلانو د افغانستان اسلامي بانک له څانګي او د کندهار مستوفیت څخه لیدنه وکړه

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي او په کندهار کي د افغانستان اسلامي بانک څانګي سره د سوي تفاهم لیک د عملي کېدو په موخه، د اقتصاد پوهنځي د څلرم ټولګي محصلانو په کندهار کي د افغانستان اسلامي بانک له څانګي څخه لیدنه وکړه، چي په پیل کي د یاد بانک مسئولانو محصلانو ته د بانک اړوند معلوماتي سیمینار وړاندي کړ، چي پکښي ئې د اسلامي بانکدارۍ د اصولو، د مالي خدماتو د ډولونو او د بانک د کاري بهیر په اړه لازم معلومات شریک کړل، وروسته محصلانو د بانک د بېلابېلو څانګو او برخو څخه لیدنه وکړه او د هري برخي د فعالیتو په اړه ئې وضاحت ورکړل سو.

همداراز د اقتصاد پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو د کندهار مستوفیت ریاست لیدنه وکړه، چي په دې لیدنه کي د مستوفیت ریاست مسئولانو په لومړي سر کي محصلانو ته د مالي چارو، عوایدو راټولولو، لګښتونو تنظیم او اداري جریانونو په اړه معلوماتي سیمینار ورکړ، ورپسې ئې محصلان د یاد ریاست و بېلابېلو برخو ته معرفي کړل او د عملي چارو د ترسره کېدو څرنګوالی ئې ور ته تشريح کړ.

ياد محصلان د خپل پوهنځي له رهبرۍ څخه د منني ترڅنګ وايي، چي د یادو لیدنو موخه دا وه، چي موږ د نظري زده‌کړو ترڅنګ عملاً له ادارو سره پیژندګلوي پیدا کړو او د خپل مسلک اړوند تجربې ترلاسه کړو.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱