د OBE-SCL لس ورځنی ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
Tue, Oct 14 2025 11:20 AM
iamge

 

 

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي لس ورځنی ورکشاپ پېل سو، چي د ياد ورکشاپ روزونکي به: پوهاند ډاکټر صاحب زرغون ترين، پوهنمل دوکتور حشمت الله ترين، پوهنيار عبدالاحد زاهد او پوهندوی عطاء الله محمدي يي او د دې ورکشاپ منځپانګه به له ګډونوالو سره شريکه کړي.

 

دا ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز مسئول پوهندوی عطاء الله محمدي، ټول ته ښه راغلاست ووايه او د ياد ورکشاپ په اړه ئې لنډ معلومات وړاندي کړل او خوښي ئې وښودله، چي دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي اړوند يو مهم ورکشاپ دائریږي او له خپله اړخه ئې د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

 

وروسته پوهنمل ډاکټر حشمت الله ترين د OBE اړوند خپله برخه پېله کړه؛ په سر کښې د ورکشاپ پر ارزښت، اهميت او ګټو هراړخیزه وينا وکړه؛ بيا ئې د اړوندي برخي په اړه ځانګړی پرېزینټېشن وړاندي کړ؛ د هغو نظرونه ئې واورېدل؛ ټولو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل او د ورکشاپ  د نن ورځي برخه ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورسوله.

 

د یادولو وړ ده، چي یاد ورکشاپ به لس ورځي دوام وکړي او ګډونوال به ئې د پاى ته رسېدلو سره سم د OBE-SCL  په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او عملي کاندي.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۱

د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت