د برېښنايي کورس جوړولو ورکشاپ دائر سو

kdru_admin
Sun, Mar 01 2026 11:57 AM
image

د برېښنايي کورس جوړولو ورکشاپ دائر سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC) د غونډو په تالار کښي، د لوړو زده کړو وزارت د لارښووني مطابق، د «برېښنايي کورس جوړولو» په نوم یو ورځنی ورکشاپ دائر سو، چي د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ګډون پکښي درلود.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په پیل کي د پوهنتون رئیس، محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، له ګډونوالو استادانو وغوښتل، چي د پوره اخلاص او مسلکي تعهد له مخه د وزارت د لارښووني پر بنسټ معیاري او اغېزمن برېښنايي کورسونه چمتو کړي؛ ځکه دا ډول کورسونه د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړاوي کي مهمه ونډه لري.

وروسته د ورکشاپ روزونکو د برېښنايي کورس جوړولو اړوند موضوعات د عملي کار په کولو په تفصیل سره تشریح کړل، د یادو تمرینو له لاري استادانو د کورس ډیزاین، محتوا جوړوني او تخنیکي تنظیم په برخو کي لازم مهارتونه ترلاسه کړل؛ د برېښنايي تدریس عملي تجربې ئې هم وکړې او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/٩/١١