ECG
په مستشفی عمر تدريسي روغتون کي د زړه د ګراف (ECG) دوه مياشتنی روزنيز کورس پای ه ورسېد
د کندهار پوهنتون اړوند د مستشفی عمر په تدريسي روغتون کي د ياد روغتون د داخله څانګي متخصص ډاکټر عبدالمتين رحيمي صاحب، د ياد روغتون د ټولو معالجو ډاکټرانو له پاره د زړه د برقي ګراف (ECG) دوه مياشتنی تدريسي او عملي کورس په برياليتوب سره پای ته ورساوه، چي په همدې موخه په جوړه سوې فراغتغونډه کي د پوهنتون ټول د رهبرۍ محترم غړي، د پوهنځيو رئيسان صاحبان او د مستشفی عمر تدريسي روغتون ډاکټرانو صاحبانو ګډون درلود.
په غونډه کي لومړی د مستشفی عمر تدریسي روغتون رئيس محترم ډاکټر احمد شاه عمر ټولو ته ښه راغلاست او مبارکي وويله، ورپسې ئې زياته کړه؛ مستشفی عمر تدریسي روغتون په خپل مأموریت کي ظرفیت لوړونه یوه اساسي او مهمه برخه ګڼي، موږ پوره هڅه کوو، چي خپلو اداري، مسلکي او تخنیکي کارکوونکو ته منظم روزنیز کورسونه او تخصصي برنامې برابري کړو او دا لړۍ به انشاءالله لا نوره هم پراخه او د زون په کچه تنظیم سي؛ له دې وړاندي مو د خپلو متخصصانو او معالجو ډاکټرانو له پاره یو میاشتنی عملي روزنیز کورس هم په کابل کي دائر کړی وو؛ د متخصص ډاکټر عبدالمتین رحیمي صاحب څخه ځانګړې مننه کوو، چي دغه لومړنی اوږدمهاله پروګرام ئې په پوره تعهد او هڅو سره په بریالیتوب پای ته ورساوه.
وروسته د علمي چارو مرستيال محترم پوهنيار مولوي سیف الله سعید صاحب وویل: الله جل جلاله انبیاوو علیهمالسلام ته دوه ستر مأموریتونه ورکړي وو؛ یوه برخه د روحاني ناروغیو درملنه وه او بله برخه ئې د انسان د جسمي ناروغیو درملنه وه، د دې غوره بېلګه د حضرت عیسی علیهالسلام ژوند دئ، الله تعالی هغه ته ځانګړې معجزه ورکړې وه، چي د ړندو، د پیس (برص) ناروغانو او نورو سختو ناروغیو درملنه ئې کوله؛ موږ په تاسي ویاړو، چي دلته د خپل اولس له پاره په اخلاص او ژمنتیا خدمت کوی، له ټولو څخه مننه کوو، په ځانګړي ډول له ښاغلي استاد رحیمي صاحب څخه، چي دغه مهمه برنامه ئې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.
ورپسې د علمي څېړنو مرستیال محترم پوهنيار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب وویل: دا زموږ له پاره د ویاړ ځای دئ، چي په دې روغتون کي مو داسي یوه مهمه او تخصصي برنامه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله؛ دا پروګرام ځکه ځانګړی اهمیت لري، چي د انسان د ژوند او روغتیا له اساسي برخو سره تړاو لري، زموږ هیله دا ده، چي په نورو تخصصي برخو کي هم ورته روزنیزي برنامې پیل سي. هغه زياته کړه؛ کندهار پوهنتون ستاسي د مسلکي ودي له پاره په ټولو برخو کي ژمن دئ، موږ به د روغتون له رئیس صاحب سره په همږغۍ په راتلونکي کال کي نوري مهمي روزنیزي او تخصصي برنامې هم جوړي کړي.
په وروستيو کي د ياد کورس ټولو فارغانو ته تصديق پاڼي ورکړل سوې؛ په ژوند کي د برياليتوب دؤعاوي ورته وسوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٧/٩/١١