د همږغۍ ناسته

kdru_admin
Thu, Dec 18 2025 2:07 PM
image

د شرعیاتو پوهنځي د استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د شرعیاتو پوهنځي له ټولو استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د علمي چارو محترم مرستيال پوهنيار مولوي سیف الله سعيد صاحب، د شرعیاتو پوهنځي محترم رئيس مولوي حزب الله کندهارى صاحب، د دعوت او ارشاد محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب او د ياد پوهنځي ټول استادان حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو استادانو ته د ښه راغلاست تر ويلو وروسته وویل: «قدرمنو علماء کرامو! نننۍ ناسته مو د همږغۍ ناسته ده او زه ډېر خوشحاله یم، چي له ستاسي سره په دې دیني او علمي په مجلس کي ناست یم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف دئ، چي په کوم ځای کي دیني او علمي مجلس يي، هلته د الله تعالی رحمتونه نازليږي؛ نو له همدې امله دا ډول مجالس د خوښۍ او برکت سبب ګرځي. ورپسې شیخ صاحب د قرآن کریم دا مبارک آیات تلاوت کړ: ﴿الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ﴾ ژباړه: هغه کسانو ته چي موږ په مځکه کي واک او ځواک ورکړو؛ نو لمونځ قائموي، زکات ورکوي، په نېکۍ امر کوي او له بدۍ څخه منع کوي او د ټولو چارو پای يوازي الله ته ورګرځي. هغه د یاد آیات په رؤڼا کي زياته کړه، چي الله تعالی جل جلاله علماء کرامو ته لوړ مقام ورکړی دئ او له همدې امله د هغوی مسئولیت هم تر نورو ډېر دروند دئ، علماءکرام یوازي په دې مکلف نه دي، چي خپل فردي عبادات وکړي؛ بلکي د ټولني د اصلاح، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د فریضې د اداء کولو ستر مسئولیت هم هغوی ته ورسپارل سوی دئ، علماءکرام د انبیاوو وارثان دي او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت موږ ته دا درس راکوي، چي یو مخلص مسلمان هم کولای سي د الله تعالی په نصرت ستر بدلونونه راولي؛ ښه مثال ئې تېر شل کلن اشغال دئ، چي مجاهدینو په محدودو امکاناتو د الله جل جلاله په نصرت، د نړۍ له سترو قدرتونو سره مقابله وکړه او هغوی ته ئې ماته ورکړه.

شیخ صاحب زياته کړه، چي اسلامي امارت تاسي ته، دروند مسئولیت در سپارلی دئ؛ په کار دا ده، چي د دې امانت ښه ساتنه وکړئ، په ټولنه او پوهنتون کښي په ښه توګه امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړى؛ محصلان د اسلامي علم په رؤڼا (رڼا) کي وروزئ او خپلو مسئولیتو ته لا نور متوجه واوسئ، محصلان په اسلامي فکر وروزى؛ دې ته ئې وهڅوى، چي خپل صورت او سیرت پر اسلامي شريعت برابر کړي؛ د هغوی شخصیتونه د اسلامي شریعت پر بنسټ ور جوړ کړئ او د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونو او احکامو په اړه محصلانو ته پوره پوهه ورکړئ، چي په خپلو منځو کي و پوره يووالي، اتفاق او ګډ کار ته لا نور پام وکړي، له ریا، غرور او ځان‌غوښتني ځانونه وساتي، د شرعي نظام له رهبرۍ او مسئولانو سره بشپړه همکاري وکړي او د اطاعت او نظم په برخه کي عملي بېلګه واوسي. هغه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی هغه وینا هم یاده کړه، چي د نظام مسئولانو ته ئې د اولس د خدمت، صداقت او مسئولیت د اداء کولو په اړه جدي سپارښتني کړي وې.

په وروستیو کي محترم شیخ صاحب د شرعیاتو پوهنځي ټولو استادانو ته له خپله اړخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ، د هغوی له هڅو او خدمتو څخه ئې مننه وکړه. د ناستي په وروستیو کښي د استادانو غوښتنو او پوښتنو ته هر اړخیزه جوابونه وویل سول او ناسته د دؤعا (دُعا) کولو سره پای ته ورسېده.