د تجوید او فقهي د اضافه درسو د لا ښې تقویې په موخه د اداري او خدماتي کارکوونکو سره د غونډو لړۍ پای ته ورسېده

د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د کندهار پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو سره د دیني مسائلو او د تجوید او فقهي د اضافه درسو د لا ښې تقویې په موخه د غونډو لړۍ پرون دوشنبه پای ته ورسېده.
په یادو غونډو کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي وویل: په کندهار پوهنتون کي د تجوید او فقهي لنډ مهاله درسونه پېل سوي، چي د یادو درسو د لا ښې تقویې له پاره باید لازم اقدامات وسي، او ټول مکلف سوي کسان باید ګډون پکښي وکړي.
همداراز ښاغلي فضلي په یادو غونډو کښي د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ورځني ژوند اړوند مسائلو، خپلو دندو ته د ژمنتیا او هم پر ځینو نورو موضوعاتو خبري وکړې، چي ماموران پکښي و خپلو ورسپارل سوو دندو په ښه او خپل وخت ترسره کېدو ته و هڅول سول؛ د یادو غونډو په وروستیو کي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
دوشنبه ۱۴۴۵/۲/۲۵
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت