په کندهار پوهنتون کي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونونو لپاره د سټراټیژيک او کاري پلانو د جوړولو درې ورځنی ورکشاپ پېل سو

د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونونو لپاره د سټراټیژيک، کاري او احصائيې پلانو او راپورونه د ترتیبولو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پېل سو، چي پرمهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ رئېس مفتي رضوان الله منیب، د سهېل لوېدیځ زون د پوهنتونو د سټراټيژیک پلان د کمېټې مسئولانو او استادانو ګډون درلود.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سو، په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د پېلیزي وینا پر مهال ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله؛ چي د سهېل لوېدیځ زون د پوهنتونونو د سټراټیژیک پلانونو د لاښه ترتیبولو له پاره یو علمي او تخنیکي سیمینار دائر سو، چي په خبره ئې د هر پوهنتون له پاره د منظم سټراټیژیک پلان جوړونه او ښه والی ئې یو له مهمو فعالیتو څخه دئ.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ رئېس مفتي رضوان الله منیب د سټراټیژک پلان پر موخو، اغېزو، ارزښت او نهایي کولو په اړه لنډه وینا وکړه، ورپسې ئې د هر پوهنتون د پرمختګ له پاره سټراټیژیک پلان جوړونه خورا مهم برخه یاده کړله؛ چي په خبره ئې باید د دې برخي مسئولان باید د یادي برخي له پاره ډېر کار وکړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د کارمندانو د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د سټراټیژیک پلان د ښه ترتیبولو په اړه ځانګړی پرېزینټېشن وړاندي کړ او د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه واورېدل سول او پوښتنو ته ئې جوابونه وویل سول.
وروسته ورکشاپ د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
شنبه ۱۴۴۵/۲/۱۶
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت