د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ د هیواد د د (ملي علمي – څېړنیز) ژورنالو رامنځ ته کولو او خپرولو جواز ورکړي ناسته وسوه

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د څېړنیز مرکز آمر پوهنیار فضل الرحمن سهیل، د علمي مجلو مهتمم نقیب الله سردار، د منډیګک مجلې مسئول مدیر نصيراحمد تائید او د څېړنیز مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي په شمول د هیواد د (۲۲) دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو سره د ملي علمي – څیړنیز ژورنال رامنځ ته کولو او خپرولو جواز ورکړي اړوند آنلاین ناسته وسوه.
د ناستي پېل د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو وسو، ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د څېړني پر اهمیت او اړتیا مفصلي خبري وکړې او همدارنګه ئې د تحصیلي بنسټونو د دندو او مسئولیتو په اړه د خبرو په ترڅ کي وویل: اوس مهال موږ ته ښه فرصت په لاس راغلی، چي زموږ تحصیلي بنسټونه په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو باندي لا نور کار وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تالیف او ژباړي رئیس دوکتور حمیدالله مزمل د دې ریاست یو کلني لاسته راوړني بيان کړې او وې (وه ئې) ویل: د څېړني، تالیف او ژباړي ریاست د یادو ژورنالونو نشرولو جواز ورکولو سربیره د هیواد ځيني تحصیلي بنسټو ته د (۳۳) ملي علمي ـ څېړنیز ژورنالونو او (۷) نړۍوالو ژورنالو جواز وېشلی دئ؛ د هغه په وینا (۴۲) ملي او پنځه نور نړۍوال ژورنالونه هم د دې ریاست تر پروسس لاندي دي، چي په نژدې راتلونکي کي به اړوندو بنسټونو ته ووېشل سي.
وروسته د ځینو پوهنتونو علمي مرستیالانو هم خبري وکړې او د کنفرانس په وروستیو کي د لوړو زده کړو وزارت دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته د يادو ملي _ څېړنيزو ژورنالونو د نشر جوازونه ووېشل او ناسته د دؤعاء په ويلو سره پاى ته ورسېده.
چهار شنبه ۱۴۴۵/۲/۱۳
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت