کندهار پوهنتون څېړنیز مرکز له پاره نوی آمر وټاکل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۰:۱۲
/

د (۱۴۴۵ هـ .ق) کال د صفري د میاشتي پر (۱۰ مه) پوهنیار فضل الرحمن سهیل د کندهار پوهنتون څېړنیز مرکز نوی آمر وټاکل سو، چي د معرفت له پاره په یادو مراسمو کي د کندهار پوهنتون د استادانو آمر پوهنمل محمد طاهر هاند، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، اداري کارمندانو او اُستادانو ګډون درلود.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د استادانو آمریت آمر پوهنمل محمد طاهر هاند، د څېړنیز مرکز نوي آمر پوهنیار فضل الرحمن سهېل ته د دندې مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي ئې هغه ته په چارو کي د بریا او د پوهنتون د رهبرۍ د هر راز همکارۍ ډاډ وکړ.

پوهنمل هاند د څېړنیز مرکز نوی ټاکل سوی آمر په کار پوه او د زیاتي تجربې خاوند یاد کړ.

په وروستیو کي ټولو کارمندانو ښاغلي سهېل ته په چارو کي د بریالیتوب دؤعا وکړه.