د (استاد مقام) په نامه علمي سیمینار وړاندي سو

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي؛ دعوت او ارشاد آمریت د خپلو علمي سیمینارونو په لړ کښي د استاد مقام په نامه سیمینار وړاندي کړ؛ چي پکښي د کندهار پوهنتون استادانو ګډون درلود.
یاد سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت کولو سره پېل سو؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې ئې د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي ته بلنه ورکړه؛ ښاغلي مولوي صاحب د علم پر ارزښت، ګټو او حيثيت بحث وکړ؛ او دا ئې د الله سبحانه وتعالی لویه پېرزوینه وبلله؛ چي انسان ته ئې علم ورکړی، او انسانان د همدې علم په مټ ښه او بد پېژني، هغه وویل؛ چي د علم رسالت د استاد په مټ سرته رسیږي؛ نو ځکه د استاد مقام په اسلام کي خورا لوړ دئ؛ چي په خبره ئې استادان دي خپل دونه لوړ مقام ته په کتلو سره محصلان او شاګردان په اسلامي او افغاني عقیده وروزي، چي په دې سره به د دوی مسئولیت پوره ادا سوی یي.
د سیمینار په وروستیو کي د استاد پر صفاتو، مسئولیت او مقام باندي هر اړخیزه بحت او خبري وسوې او سيمينار د دؤعاء په ويلو سره پاى ته ورسېد.