د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د مشورتي بورډ نوبتي غونډه دائره سوه

د ۱۴۰۲ هـ ش کال د سرطان میاشتي پر (۲۷ مه) نېټه د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین د غونډو په تالار کي، د دعوت او ارشاد آمریت د مشورتي بورډ نوبتي کمېټه دائره سوه، چي پکښي د دې کمېټې ټولو غړو ګډون کړی وو.
د غونډي پېل د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو وسو، وروسته د دعوت او ارشاد آمر او د کمېټې مسؤل م. فضل احمد فضلي د کمېټي غړو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د صحت پوښتنه ئې وکړه.
د غونډي په جریان کي د تېري کمېټې پرېکړو ته کتنه وسوه او ترڅنګ ئې د اجنډا مطابق د کمېټې په جریان کي تر بجث وروسته لاندي پرېکړي وسوې؛
- د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې سره په نوبت واره شکل لیدني کول؛
- د کندهار پوهنتون د استادانو له پاره دیني، علمي سمینار دائرول؛
- د پوهنتون په صحن کي د مخکني مسجد ترمیمول؛
د کمېټې په وروستیو کي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.