د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ پيژندنه
د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ د۱۳۹۳ هـ ش يا ۲۰۱۴ عيسویکال کي تاسيس سوه. د پوهنځۍ د تاسيس موخه دا ده، چي د سيمي او ټول هيواد په کچه د کمپيوټر او د عصري معلوماتي تکنالوجي د علم ماهرين وروزي.
پوهنځۍ د (Software Engineering, Database and Information System and Networking) دريو څانګو څخه تشکيل سوي ده، چي په عمومي ډول به د ليسانس تر کچي پوري فارغين ورکوي . نوموړي پوهنځي ۱۱ تنه فعاله او ۸ تنه برحاله استادان لري چي د هغوي د جملې څخه درې تنه استادان اوسمهال د دوکتورا په زده کړو په مختلفو هيوادو لکه المان، ترکيه، او ماليزيا کي بوخت دي، او همدارنګه دوه تنه استادان ماسټران، پنځه تنه استادان ليسانسه استادان يي د ماستری د زده کړو په موخه په نژدی راتلونکی کی به د ماستری برنامی ته معرفی کيږی، تر څو يي علمی رتبه او سويه پياوړی سوی وی.
پوهنځۍ د ټولو دولتي او خصوصي سکتورونو د اړتياوو په نظر کي نيولو سره يو پنځه کلن نصاب ترتيب کړي دي. د پوهنځۍ ټول تدريسي مواد لکه تدريسي کتابونه، لکچرونه، ازمويني او کورني دندي د نورو نړيوالو پرمختللو پوهنځيو د نصابونو څخه په ګټه اخستلو سره تقريبا ٪۹۵ په انګليسي ژبه بنا (مشتمل) دي .
د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ په جنوب لويديځ زون کي د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د مؤسسو اړوندو څانګو سره همکاره ده، په ځانګړي ډول د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د کمپيوټر زده کړي څانګې او همدا رنګه د روزګان د لوړو زده کړو د موسيسې د کمپيوټر ساينس پوهنځۍ سره په نصاب او د علمي کادرونو د تقرر په چارو کي مرسته کړي ده.
ليرليد:
د هيواد د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجي په برخه کي د يو مخکښ په توګه د پرمختللو زده کړو او څيړنو له پاره د زميني برابرول او د مسلکي کادرونو روزل دي .
رسالت:
په اړونده برخه کي سالمه روزنه، ابتکار او ځاني پرمختګ ته ښه وده ورکول ، د سيمه ييزو او نړيوالو علمي موسساتو په مرسته د تحقيقاتو له پاره لاره هوارول، د ټولني د ښه والي له پاره د اغېزمنو خدمتونو وړاندي کول.
موخي:
- د ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه
- د لسانس په سطحه د ملي او نړيواله معيار د لوړيدو په منظور د معاصرو او معياري پروګرامونو او موادو چمتو کول
- زيربنايي فعاليتونو ته وده ورکول