د اډاب اډیشن، اډاب پوټوشاپ او اډاب اليسټرېټر پروګرامو څخه ۶۳ محصلان فارغ سول

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۵۳
image

 

 

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي اړوند د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت، د اډاب اډیشن، اډاب پوټوشاپ او اډاب اليسټرېټر پروګرامو څخه ۶۳ محصلان فارغه کړل، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئیس محترم پوهنمل سید انور شاه عابد صاحب، د رسنیو د عملیاتي مرکز آمر محترم مولوي ګل احمد هاشمي صاحب، د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي استادان او محصلان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون محترم رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته، د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، محصلانو ته مبارکي وویله او محصلانو ئې ته په خطاب کي وویل: کندهار پوهنتون هغه ځای دئ، چي ستاسي ښوونه او روزنه پکښي کېږي، ستاسي کورنۍ، استادان، نظام او ټولنه له تاسي څخه ډېري هیلي لري؛ ځکه له تاسي څخه به، د راتلونکي نسل خدمتګاران جوړېږي؛ باید شکر ادا کړو، چي الله تعالی موږ ته د علم امتیاز راکړی؛ باید له علم سره عمل هم وکړو، ستاسي د ژورنالیزم مسلک يو مهم او باعزته مسلک دئ، نبي کریم ﷺ د وحي او لیکونو د خپراوي له پاره داسي کسان روزل، چي د حق پیغام ئې و نورو ته ورسوي؛ نو ځکه د ژورنالیزم ارزښت زیات دئ.

 

وروسته شیخ صاحب، د محصلانو څخه د معنوي او علمي اصلاح غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي ځواني باید غنیمت وبلل سي، له لهو او لعب څخه ځان لیري وساتل سي او خپلو زده کړو ته جدي پام وسي. هغه زیاته کړه، مجاهدین خو په خپلو سنګرونه کي ستاسي د امنیت له پاره شپه او ورځ ولاړ دي؛ خو ستاسي سنګرونه، دغه ښوونيز مرکزونه دي؛ هڅه وکړئ خپل علم په ښه توګه زده کړئ؛ تر څو ټولنه ستاسي د علم او نوښتو څخه ګټه واخلي.

 

ورپسې د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رئیس، محترم پوهنمل سید انورشاه عابد، خوښي وښووله او وې ویل: دا د ویاړ ځای دئ، چي زموږ محصلان د نظري زده کړو ترڅنګ درې عملي ورکشاپونه هم بشپړ کړل. عملي زده کړي د محصل استعداد پیاوړی کوي او د کار په پیدا کولو کي مرسته ورسره کوي.

 

وروسته د رسنیو مرکز آمر محترم مولوي ګل احمد هاشمي خبري وکړې او وې ویل: ژورنالیزم هغه مقدس مسلک دئ، چي د عدل، انصاف او رښتینولۍ ږغ د نړۍ تر ټولو ليري څنډو ته رسوي. تاسي به د مسلمانانو ږغ و نړۍ ته ورسوئ هغه محصلانو ته زېری ورکړ، چي پوهنتون ږغ راډیو به نور د شپې هم نشرات ولري او تاسي ته به، د ورځي ترڅنګ د شپې هم د عملي کارو زمینه مساعده سي.

 

وروسته ټولو فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۵