سهم لرونکو ادارو او د اقتصاد پوهنځي فارغانو ته د افغانستان مالیاتي نظام سیمینار وړاندي سو
سهم لرونکو ادارو او د اقتصاد پوهنځي فارغانو ته د افغانستان مالیاتي نظام سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د غونډو په تالار کي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست راغلو استازو، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو په همکارۍ، سهم لرونکو ادارو (Stakeholders) او د اقتصاد پوهنځي څخه فارغاانو ته د افغانستان مالیاتي نظام سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د کندهار اقتصاد ریاست استازي، د میرویس نیکه پوهنتون اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو او د خصوصي شرکتو استازو ګډون درلود.
په یاد سیمینار کي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست راغلو استازو، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو په همکارۍ په افغانستان کي د مالیاتو د ډولونو، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه د رامنځ ته سوو معافیتو او تخفیفو، د مالیه ورکوونکو د مکلفیتو او مالیاتي پروسیجرو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې جوابونه وویل.
وروسته سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۳