د کندهار پوهنتون درېيمه علمي شورا وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي په مشري درېیمه علمي شورا وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول محترم غړي، د پوهنځيو ښاغلي رئېسان، د ځینو آمریتو او آمران حاضر ول.
یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ښه راغلاست تر ویلو وروسته؛ د ټولو استادانو، پوهنځیو رئیسانو او کارکوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د اصولو مطابق او پر خپل وخت ئې د سیمیسټر نهایي آزمویني په ښه توګه پېل کړي دي؛ هغه د خپلو خبرو په دوام په کارو کښي پر لاښه اخلاص، د اداري چارو پر نظم او د ېووالي پر راوستلو ټینګار وکړ؛ وروسته ئې وویل: که په هر قوم، ټولنه او هیواد کي اتفاق، همږغي موجوده يي؛ بېله شکه هغه ټولنه به پرمختګ وکړي.
ورپسې د محصلانو چارو او مالي او اداري چارو مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه بیان کړل.
د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي، د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي له پاره د کابل پوهنتون څخه د درو استادانو پر راغوښتلو، د پوهنځيو د فراغت غونډو پر چمتوالي او تنظیم او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.
د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲۲۵