د لوړو زده کړو محترم وزیر، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنه

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۶:۳۱
image

د لوړو زده کړو محترم وزیر، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدني ترڅنګ، د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا وکړه او هم ئې په یاد پوهنتون کي یوه مهمه پروژه ګټي اخستني ته وسپارله
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، کندهار پوهنتون ته په خپل رسمي سفر کي د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا وکړه او هم ئې په یاد پوهنتون کي د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت، د ۷.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون د انجینري پوهنځي اړوند د محصلانو له پاره د عملي کارو د پارک او د انجنیري پوهنځي د نوي تعمیر د ترمیم پروژه ګټي اخستني ته وسپارله او ترڅنګ ئې د یاد پوهنتون د طب پوهنځي، مستشفی عمر تدریسي روغتون او مرکزي لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي لومړی د کندهار پوهنتون رئیس محترم شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو  په استازيتوب ئې قدرمن وزیر صاحب ته ډاډ ورکړ، چي د کندهار پوهنتون ټول استادان او اداري کارکوونکي خپل مسئولیتونه په پوره ژمنتیا او اخلاص سره ترسره کوي او د پوهنتون د علمي، تدریسي او اداري چارو د پرمختګ له پاره له ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلي؛ همدارنګه د کندهار پوهنتون ټول علمي کهول د لوړو زده کړو د وزارت له تګلارو او لارښوونو سره سم کار کوي او ژمنه کوي، چي د پوهنتون د دوامداره پرمختګ له پاره به خپلي هڅي لا زیاتي کړي؛ ترڅو کندهار پوهنتون د هيواد د مخکښو علمي بنسټونو په ډله کي پاته يي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، استادانو او محصلانو ته، د علم، اخلاص، زحمت، وخت د ارزښت، سالم فکر او اسلامي اخلاقو په اړه مهمي لارښووني وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي ځوانان باید د هیواد د آبادۍ او د نظام د پیاوړتیا له پاره ځانونه علمي او مسلکي وروزي. دغه راز محترم شیخ صاحب د طب پوهنځي استادانو او محصلانو ته د طب د مسلک ارزښت، د ډاکټرانو مقام او د هغوی دروند مسئولیت په ټولنه کي روښانه کړ او ټینګار ئې وکړ، چي طب یو انساني او اسلامي رسالت دئ، چي له ژوند ژغورني، خدمت او امانتدارۍ سره تړاو لري. همدارنګه ئې استادانو او محصلانو ته یو شمېر مهمي لارښووني وکړې؛ تر څو خپل علم، اخلاق او عملي مهارتونه لا پیاوړي کړي او د ټولني د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو له پاره په اخلاص او ژمنتیا کار وکړي. وروسته ئې د انجنیري پوهنځي اړوند د محصلانو د عملي کارونو پارک او د انجنیري پوهنځي د نوي تعمیر د چارو د بشپړېدو پروژه رسماً ګټي اخیستني ته وسپارل، چي پکښي د پوهنتون مشرتابه، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسـانو او استادانو هم حضور درلود.
د پروژې له ګټي اخیستني وروسته محترم وزیر صاحب د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار له بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولانو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي محصلانو ته عملي پروژې ورکول سي او ټول لازم امکانات دي ورته برابر سي؛ ترڅو وکولای سي د خپل مسلک اړوند محصولات په عملي ډول تولید کړي. هغه ټینګار وکړ، چي معیاري عملي کارونه د محصلانو تجربه پیاوړې کوي، د هیواد ځان بسیایني ته لاره هواروي او د پوهنتون د عوایدو سرچینه هم ګرځي. دغه راز د لابراتوار مسئولانو خپلي اړتیاوي او ستونزي هم شریکي کړې او وزیر صاحب د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز محترم وزیر صاحب د کندهار پوهنتون له مستشفی عمر تدریسي روغتون له ټولو څانګو څخه د نږدې لیدنه وکړه او هم ئې د ناروغانو حال د نژدې واخیست او اړوند مسئولانو ته ئې لازمي سپارښتني وکړې، همداراز ئې د طب پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته وکړه، د هغوی غوښتني ئې له نژدې واورېدې او هم ئې اړوندو مسئولانو ته په اړوندو برخو کي لازمي لارښووني وکړې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۱
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت