Data Analysis in SPSS

kdru_admin
Sun, Nov 09 2025 2:33 PM
image

د سُهېل لوېديځ زون په کچه د امارتي او خصوصي پوهنتونو استادانو ته (Data Analysis in SPSS) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو

 

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت اړوند د علمي څیړنو مرکز، د سُهېل لوېديځ زون په کچه د امارتي او خصوصي پوهنتونو استادانو ته د ډاټا تحلیل په SPSS کي (ماډل ١ او ماډل ٢ - له بنسټیزو تر پرمختللو مرحلو پوري) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پيل کړ.

 

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي د څېړنيز مرکز آمر محترم پوهنمل فضل الرحمن سُهېل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د یاد ورکشاپ اجنډا له ګډونوالو سره شریکه کړه او وې ویل: په یاد ورکشاپ کي به د کندهار پوهنتون ترڅنګ د سُهېل لوېدیځ زون په کچه امارتي او خصوصي پوهنتونو: هلمند، روزګان، میرویس نیکه زابل، ډایکنډي، ملالي، میرویس نیکه، لمر، بېنوا، سبا، بست، اراکوزيا او وادي هلمند پوهنتون استادان ګډون ولري.

 

ورپسې د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب د ورکشاپ پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او دغه راز ئې د علمي څېړنو معاونیت له ټولو کارمندانو څخه په ځانګړي توګه د علمي څېړنو له مرستیال او د یاد ورکشاپ له روزنکي محترم پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د یاد ورکشاپ منځپانګه له ګډونوالو سره شریکوي. هغه دغه راز یاد ورکشاپ ارزښت ته په اشاره وویل: د SPSS زده کړو ستاسي له پاره ښه فرصت دئ، دا په نورو هیوادو کي په ډېرو مصارفو کولو سره استادان تعقيبوي، ولي تاسو ته وړیا تدريسيږي؛ نو باید په ښه توګه ئې تعقیب کړی او ورته متوجه واوسئ.

 

وروسته د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال او د یاد ورکشاپ روزنکي محترم پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون د یاد ورکشاپ موضوعات یاد کړل، چي په خبره ئې؛ په دې پنځه ورځني ورکشاپ کي به تاسي استادان، په SPSS پروګرام کي د ډاټا تحلیل، د څېړنيزو اصولو او اخلاقیاتو پېژندنه، د کندهار پوهنتون په ملي او نړۍوالو علمي مجلو کي د راجسټر کولو میکانیزم، د Mendeley او ریفرنس ورکوني پروسه او پر نورو اړوندو برخو کي د عملي کار په کولو معلومات وړاندي سي.

 

ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۸