په نړۍ کښي، د ځينو کارېدونکو تدریسي مېتودو ورکشاپ دائر سو

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي، نوو استادانو ته؛ په نړۍ کښي، د ځينو کارېدونکو تدریسي مېتودو ورکشاپ دائر کړ؛
ياد ورکشاپ چي د قرآن کريم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په پېل کښي، پوهنمل عطاء الله محمدي د تدریسي مېتودو پر اړتیا، په تدريس کښي د استادانو د بېلابېلو میتودو پر کارولو خبري وکړې او یاد ورکشاپ ئې ډېر ګټور وباله.
وروسته پوهنمل عطاءالله محمدي د تدريسي مېتودو په اړه جوړ سوى پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښې د تدریسي مېتود پر پېژندنه، د هغه پر ډولونو، د استعمال پر ځايو، د هر مېتود پر مثبتو او منفي اړخو؛ د تدريس د په زړه پوري کولو پر لارو چارو او نورو اړوندو سرليکو بحث وکړ او وروسته ئې ټولي هغه برخي، چي بايد عملي کړل سوي واى؛ په ګډونوالو عملي کړلې.