د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي له کورس څخه ١٩٣ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي فراغت لیکونه ورکول سول

kdru_admin
Wed, Jan 07 2026 3:46 PM
image

 

 

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي (COMA) له کورس څخه ١٩٣ محصلان له درې میاشتني زده کړو وروسته فارغ کړل، چي په همدې موخه یاد آمریت د فراغت ښايسته مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان او سلونه (سلګونه) محصلان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه، په سر کي د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د محصلانو پر روغ صحت او د وخت پر ارزښت ئې هر اړخیزه وینا وکړه او محصلان ئې و هڅول، چي د الله تعالی جل جلاله د ټولو نعمتو شکر ادا کړي او د وخت څخه سالمه استفاده وکړي. په وروستیو کي ئې محصلانو ته زیاته کړه؛ د ظرفیت لوړوني دا ډول پروګرامونه د محصلانو له پاره ښه فرصتونه دي؛ زموږ هڅه دا ده، چي د تدريس ترڅنګ، په لنډ مهالو کورسونو کښي محصلانو ته هم عملي مهارتونه هم ور زده کړو.

 

ورپسې د کندهار پوهنتون رئيس محترم شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي وکړه؛ هغه فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د یاد کورس ارزښت ته اشاره وکړه او زیاته ئې کړه: تاسي بختور یاست، چي له داسي پروګرامو څخه ګټه اخلى؛ هغه وويل، چي د پوهنتون رهبري هڅه کوي، چي تاسي ته هم درسي او هم د ظرفيت لوړوني روزنيز پروګرامونه برابر کړي؛ تاسي باید خپل ژوند د علم په لاسته راوړلو، عبادت او د ټولني د خدمت له پاره وقف کړئ.

 

ښاغلي طیبي صاحب، محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي د ورورګلوۍ، اتفاق، اخلاص او خدمت روحيه وساتئ؛ له وخت څخه ښه استفاده وکړئ، نظام، ټولنه او د پوهنتون رهبري تاسي ته ډېري هیلي لري، چي سبا ورځ د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړی او د دې هیواد په آبادۍ کي خپل مسئولیت ادا کړی.

 

د ویناوو وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷