د ځغاستي په بازۍ کښي، د اقتصاد پوهنځي محصل اول مقام وګوټ

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د محصلانو تر مېنځ د ځغاستي بازي جوړه کړه، چي په دغه بازي کښي، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو څخه غوره سوي، ۲۵ محصلانو ګډون درلود، چي ۱۱۰۰ متره ئې وځغستل او د اقتصاد محصل ښاغلی واحدالله غزنوي، په (۳ دقیقو او ۱۵ثانیو)، دوهم مقام ګټونکي د کمپيوټر ساینس پوهنځي محصل ښاغلی عصمت اللّٰه کامران په (۳دقیقو او ۲۰ ثانیو) او درېیم مقام ګټونکي د اقتصاد پوهنځي محصل ښاغلی همايون خليفه، په (۳دقیقو او ۲۵ ثانیو) کښي ټاکله سوې لاره ووهله،
په همدې موخه جوړ سوو مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون ښاغلي رئېس شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، د اسلامي قوانینو په رؤنا کښي، محصلان و ورزش کولو ته وهڅول؛ هغه وويل: کندهار پوهنتون رهبري هڅه کوي؛ تر څو د ورزش په برخه کښي لا ډېر امکانات د محصلانو له پاره چمتو کړي، چي ښه بېلګه ئې په پوهنتون کښي، ستاسي له پاره ورزشي کلب فعاله کېدل دي؛ وروسته ښاغلي طیبي صاحب د يادو لوبغاړو روزونکی ښاغلي سمیع الله بختیار وستايه او نورو لوبغاړو ته ئې د لابریالیتوب دؤعا وکړه.