د شرعیاتو پوهنځي د استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
Wed, Jul 30 2025 11:13 AM
image



د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د شرعیاتو پوهنځي له ټولو استادانو سره د همږغۍ ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون رئېس محترم الحاج شيخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، د شرعیاتو پوهنځي محترم رئېس مولوي حزب الله کندهارى، د دعوت او ارشاد محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب او د ياد پوهنځي ټول استادان حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شيخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو استادانو ته ښه راغلاست ووایه؛ او زياته ئې کړه: الله جل جلاله فرمایي؛ کله چي زه چا ته واک، قدرت او مسئولیت ورکړم؛ نو اول مسئولیت به ئې د اسلام حفاظت، په ټولنه کي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول يي. شيخ صاحب وویل: ګورئ! قدرمنو استادانو؛ مجاهدینو خو د خپلو سرونو په قربانیو او د الله جل جلاله په نصرت سره، نننی اسلامي نظام په افغانستان کښي قائم کړ، هدف دا وو، چي سوچه اسلامي نظام نأفذ سي او د اسلامي شریعت ټول قوانين پکښي عملي سي؛ نو اوس چي اسلامي امارت تاسي ته، دروند مسئولیت در سپارلی؛ په کار دا ده، چي د دې امانت ښه ساتنه وکړئ، په ټولنه او پوهنتون کښي په ښه توګه امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړى؛ محصلان د اسلامي علم په رؤڼا (رڼا) کي وروزئ او خپلو مسئولیتو ته لا نور متوجه واوسئ.
هغه وویل: په راتلونکي نوی سيميستر کي باید تاسي استادان لا زیات کوښښ وکړى، چي محصلان په اسلامي فکر وروزى؛ دې ته ئې وهڅوى، چي خپل صورت او سیرت پر اسلامي شريعت برابر کړي؛ د هغوی شخصیتونه د اسلامي شریعت پر بنسټ ور جوړ کړئ او د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونو او احکامو په اړه محصلانو ته پوره پوهه ورکړئ. او يادو استادانو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي په خپلو منځو کي و پوره يووالی، اتفاق او ګډ کار ته لا نور پام وکړي.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رئېس محترم مولوي حزب الله کندهاري وکړې. هغه د شرعياتو پوهنځي د استادانو مسئولیت خورا دروند وباله او وې ویل: زموږ مسئولیت دا دئ، چي د محصلانو پر فکر کار وکړو؛ هغوی د اسلامي علم له مخه وروزو او د شریعت مطابق ئې د اصلاح له پاره پوره هڅي وکړو، چي دا مسئولیت په ځانګړی توګه تاسي ته درسپارل سوی او باید په ښه توګه ئې ادا کړئ.

د ناستي په وروستیو کښي د استادانو غوښتنو او پوښتنو ته هر اړخیزه جوابونه وویل سول او ناسته د دؤعا (دُعا) کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۵