د سلواغې د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

kdru_admin
Mon, Feb 23 2026 10:55 AM
image

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، د سلواغې (دلوه) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د آمریتو ښاغلي آمران حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کي د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وې (وه ئې) وویل: الحمدلله، په پوهنتون کي د قرآن کریم د تفسیر او ژباړي لړۍ په منظم ډول جریان لري؛ لازمه ده چي ټول استادان او محصلان ګډون  پکښي وکړي؛ دا کار هم ستر ثواب لري او هم به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی اطاعت وسي؛ ځکه په دې اړه ئې شفاهي سپارښتنه کړې ده؛ شیخ صاحب زياته کړه؛ الحمدلله په پوهنتون کي د کیفیت د لوړاوي د ارزوني پروسه په خیر او ښه ډول پای ته ورسېده، د ارزوني پلاوی د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو او مرکزو له چمتووالي او همکارۍ خوښ وو؛ له ټولو پوهنځیو، مرکزو او آمریتو څخه مننه کوم، چي پوره آمادګي ئې نیولې وه او چاري ئې په منظم ډول مخ ته وړي وې؛ سره له دې، هغه نقاط چي لږ نؤمرې مو پکښي ترلاسه کړي دي؛ باید جدي ئې وڅېړو؛ نیمګړتیاوي او ستونزي ئې باید تشخیص او حل سي او هغه چاري چي پاته دي؛ باید په عملي ډول تعقیب سي او په دوامداره ډول ئې څارنه وسي؛
دغه راز ښاغلي طیبي صاحب زياته کړه؛ زه یوازي یو کس یم؛ خو که تاسي ټول راسره همکار واست او خپلو مسئولیتو ته جدي متوجه سئ؛ نو کولای سو کندهار پوهنتون ته لا ډېر پرمختګ ورکړو؛ باید د دې پوهنتون د ودي او پیاوړتیا له پاره تر خپله توانه هڅه وکړو؛ ځکه دا پوهنتون د زون په کچه یو مهم علمي مرکز دئ او الحمدلله، اوس په کندهار پوهنتون کي د رسمي چارو تر څنګ په دیني او اسلامي برخه کي هم د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته سوي دي. په وروستیو کي ښاغلي طیبي صاحب په بېلابېلو اداري، علمي او روزنیزو برخو کي سپارښتني هم وکړې.

ورپسې د معاونيتو درنو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځيو محترمو رئیسانو د خپلو فعاليتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

په دې ناسته کي د ټولو معاونيتو، کمېټو او ریاستو د (۱۴۰۴ل.) کال راپورونه او د (۱۴۰۵ل.) کال پر پلانو، د (۱۴۰۵ ل.) د اکاډیمیک کال پر هینداري، د فوق لیسانس بورډ او د انجینري پوهنځي د فوق لیسانس برنامو له پاره د اداري کارمند پر تائیدي، د مونوګرافو د دفاع پر پیل او ختم، د شیوخو کرامو د درسو پر پیل، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دوو (کتابتون او معلوماتي علومو څانګه او عمومي ژبپوهني څانګه) پر ایجاد او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۶