د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځى د ېووالي په نامه د والیبال بازيو اتل سو

kdru_admin
Wed, May 28 2025 3:15 PM
image


په کندهار پوهنتون کي د پوهنځيو تر منځ د ېووالي په نامه د والیبال بازيو پاي بازي د حقوقو او سیاسي علومو او انجينېري پوهنځيو تر منځ وسوه، چي د ۵ څخه د ۳ میدانو په ګټلو د یاد ټورنمينټ اتل د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځى سو.

د پای په بازۍ کي د پوهنتون کارمندان، سلونه (سلګونه) محصلان او د ورزشي کمېټو مسئولان حاضر ول، چي په ډېره تشویقي ډول پاي ته ورسېده او لومړي مقام حقوقو او سیاسي علومو، دوهم مقام انجينېري او درېیم مقام ښووني او روزني پوهنځي پکښي وګوټ.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳۰