د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۲۷
image

د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول ښاغلي غړي، د پوهنځيو محترم رئيسان، د آمریتو قدرمن آمران او اړوند محترم اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: نن د پوهنتون پرمختګ او ترقي، د الله تعالی په فضل او قدرت سره، د ننني مجلس د ګډونوالو، استادانو او کارکوونکو د هڅو او اخلاص پایله ده، چي دا هر څه ئې په صداقت او ژمنتیا د کندهار پوهنتون له پاره کړي دي، زه له تاسي ټولو څخه ډېر خوشحاله یم او هر وخت دؤعاوي درته کوم، چي الله تعالی دي لا زیات د خدمت توفيق درکړي؛ که هر څوک له ځان سره دا پوښتنه وکړي، چي ولي دلته ټاکل سوی یم، زما هدف څه دئ او د نظام له ما څخه څه غوښتنه ده؟ نو حتمي به دې پایلي ته ورسيږي، چي موږ ټول دلته د دې له پاره یو؛ تر څو خپل مسئولیتونه په ښه ډول ادا کړو او خپلو ټاکلو اهدافو ته ځان ورسوو. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، چي الله جل جلاله فرمایلي دي: حاسِبوا أنفسَکم قبلَ أن تُحاسَبوا؛ یعني د دې تر مخه چي ستاسي سره حساب وسي، تاسي د خپلو ځانو سره حساب وکړئ. 

قدرمنو ګډونوالو! دا د شکر ځای دئ، چي الله تعالی لومړی موږ ته علم راکړی او بیا ئې په دې علمي چاپېریال کي د خدمت فرصت را په برخه کړی دئ، دا یو ستر اجر لري، چي يو انسان بل انسان د علم په رؤڼا (رڼا) سمبال کړي. په پای کښي هغه د محصلانو د لا ښې روزني، د هغوی د ستونزو پر وخت حلولو او په نورو علمي او اداري برخو کي بېلابېلي سپارښتني وکړې.

ورپسې د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کي ئې د پوهنځيو رئیسانو صاحبانو او ښاغلو آمرانو ستونزي واورېدلې او د همکارۍ ډاډ ئې ورکړ. 

همداراز په ناسته کي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د شفاهي سپارښتني پر بنسټ پرېکړه وسوه، چي د راتلونکي شنبې له ورځي څخه تر کوچني اختره پوري د پوهنتون د ټولو استادانو، کارکوونکو او محصلانو له پاره د قرآن کریم تفسیر او ژباړه پيل سي. ورپسې د کیفیت د لوړاوي د پروسې پر ارزوني، د نوي سميسټر د پیل له پاره پر علمي او اداري چمتوالي، د زرو (۱۰۰۰) محصلانو ترمنځ د «تعلیم الاسلام» کتاب د سیالۍ پر دائرولو، د معدن او کانو د پوهنځي د ظرفیت پر ارزوني او پیاوړتیا، د علامه حبیبي کتابتون، مرکزي لابراتوار او د پوهنتون ږغ راډیو د چارو پر لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا، د علمي څېړنو پر پراختیا او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه ۱۴۴۷/۸/۱۶