د عامي روغتیا ماسټرۍ پروګرام څخه ١٨ ډاکټران فارغه او ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي سول
د عامي روغتیا ماسټرۍ پروګرام څخه ١٨ ډاکټران فارغه او ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي سول
د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي اړوند د عامي روغتیا ماسټرۍ پروګرام (MPH) له نهمي دورې څخه ١٨ ډاکټران فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول؛ چي په همدې موخه یاد پوهنځي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب، د علمي څېړنو مرستیال محترم پوهنیار دوکتور رحمتالله پښتون صاحب، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د ځینو آمریتو آمرانو او د فارغانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د طب پوهنځي رئیس محترم پوهندوى دوکتور محمد صدیق صحرایي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د MPH برنامې پر ارزښت او د ډاکټرانو پر مسئولیتو خبري وکړې او ننني فارغه ډاکټران ئې د ټولني خدمت کولو او نورو لوړو زده کړو ته وهڅول.
وروسته د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب وویل: هغه د خوښۍ ورځ را ورسېدله، چي محصلان د خپلو کلونو زحمت، هڅو او ستړیاوو ثمره په خپلو سترګو ویني؛ محترمو فارغو سوو ډاکټرانو صاحبانو! نور ستاسي مسئولیت خلاص سوی نه دئ؛ بلکي له دې وروسته مو ستر مسئولیتونه پر اوږو واچول سول او ستاسي اصلي مبارزه او عملي ژوند اوس پیلیږي؛ تاسي ته ټولنه په درنه سترګه ګوري او له تاسي څخه د خدمت، اخلاص او مسئولیت تمه لري؛ ځکه ستاسي مقام لوړ او مسئولیت مو دروند دئ. نبي کریم صلی الله علیه وسلم په یوه مبارک حدیث شریف کي فرمایلي دي: خَیْرُ النَّاسِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ. ژباړه: غوره خلک هغه دي، چي خلکو ته ډېره ګټه رسوي. نو تاسي محترم ډاکټران صاحبان باید هڅه وکړئ، چي خپل علم، مهارت او تجربه د خلکو د خدمت، د ناروغانو د درملني او د ټولني د خیر له پاره وکاروئ او خپل مسئولیتونه په اخلاص، امانتدارۍ او ښه اخلاقو ترسره کړئ.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې زیاته کړه، ټولو فارغو سوو ډاکټرانو صاحبانو ته دي مبارک یي؛ ډاکټران د ټولني قدرمن او مهم غړي دي، چي خلک د خدمت، مهربانۍ او اُمید په سترګه ور ته ګوري؛ نو تاسي هم باید د الله تعالی شکر ادا کړئ، چي د علم، زدهکړو او خدمت توفیق ئې درکړی دئ او دې مقام ته ئې ورسولاست؛ پام کوئ، چي علم او مقام مو د غرور او کبر سبب نه سي، په ځانو کښي تواضع او اخلاص پیدا کړئ؛ دا هم د الله تعالی لوی نعمت او شکر دئ، چي تاسي ته په خپل ښار او خپل هيواد کښي د لوړو زدهکړو او ماسټرۍ زمینه برابره سوې ده؛ ځکه په بهرنیو هيوادو کښي د همدې برنامو ترسره کول ډېر زیات مصارف، ستونزي او اوږدې ستړیاوي لري.
همدا ډول ښاغلي طیبي صاحب په خپلو خبرو کښي له فارغو سوو ډاکټرانو څخه وغوښتل، چي د دې ځورېدلي اولس هیلي پوره کړي، خپل علم او مهارت د خلکو د خدمت له پاره وکاروي، له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او د خپل اولس د خدمت او هوسایني له پاره په اخلاص او صداقت کار وکړي.
په وروستیو کښي د فارغو سوو ډاکټرانو په استازیتوب ډاکټر حاجي محمد هامي هم خبري وکړې او ژمنه ئې وکړه، چي د اولس له پاره به په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره د روغتیا په برخه کښي خدمت کوي؛ تر ویناوو وروسته، ټولو فارغو سوو ماسټر محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې؛ او مراسیم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٩